د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ چې د لغمان ولايت قرغه يې ولسوالۍ په کندي حسن خيلو سيمه کې د کورني جنجالونو له کبله را منځ ته شوې يو کلنه شخړه، چې له يوه لوري پکې يو تن وژل شوی او لوی مالي تاوانونه يې درلودل، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت مسولينو لخوا د يوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې حل او په دوستۍ بدله شوه.
یاد وزارت زیاتوي؛ په ورته مهال د غزني ولايت قره باغ او اب بند ولسواليو اوسېدونکو دوه کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې ۲۰ کلنه شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قونونو او قبايلو چارو ریيس مولوي جان محمد حاجي مومن په هڅو د قومي سپين ږيرو او ديني عالمانو په همکارۍ پای ومومند او ښکېلو اړخونو د خوشحالۍ غاړې ورکړې.
په يادو شخړو کې د ښکېلو کورنيو مشرانو د اسلامي امارت او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له مسولينو په مننې کولو سره له ولسونو وغوښتل، چې په هېڅ صورت بديو او تربګنيو ته زړونه ښه نه کړي، بلکي د سولې او یووالي ژوند غوره کړي.