تېره ورځ د جمعې تر لمانځه وروسته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه خلک سړکونو ته راووتل او په دې توګه یې د اسرائیلي اشغالګر رژیم له خوا د غزې په تراژیدۍ، وحشتونو، او روانې نسل وژنې پر ضد یې اعتراض وکړ.
دغه لاریون یوازې د یو احساساتي عکسالعمل بڼه نه لري، بلکې یو سیاسي، انساني او اسلامي دریځ هم لري، چې افغان ولس یي د خپل دیني، تاریخي او انساني مسؤلیت له مخې ترسره کوي.
دیني عالمانو، مدني فعالانو، محصلینو، او عامو وګړو، له نړیوالې ټولنې او د عدالت نړیوالې محکمې څخه وغوښتل چې اسرائیلي اشغالګر رژیم د خپلو جنایتونو له امله محاکمه کړي.
د افغانستان ولس له غږ سره هممهاله، په نړیواله کچه هم د غزې د روان وضعیت پر وړاندې غبرګونونه پراخ شوي او ګڼو سیاسي څېرو او نړیوالو هم پر فلسطیني ولسونو ترسره شوي او روان ظلمونه غندلي دي.
د سویلي افریقا حکومت، چې مخکې یې هم د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت کړی و، د اسرائیل کړنې نسلوژنه بللې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، پر اسرائیلو غږ کړی چې “دا وحشت ژر تر ژره ودروي، او نړۍ نور چوپ پاتې نشي.”
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر، ویلي: “د غزې وضعیت د بشري وجدان یوه ازموینه ده.”
په اروپايي هېوادونو کې مظاهرې لا هم دوام لري، چیرته چې خلکو له خپلو حکومتونو غوښتي چې له اسرئیلو سره پوځي او استخباراتي اړیکې پرې کړي.
افغان ولس، چې له کلونو جګړو، کړاوونو او بهرني اشغال سره مخ شوی، د فلسطین له مظلوم ولس سره ژوره همدردي لري.
د افغانستان د مدني ټولنو شبکې، د بشري حقونو فعالان، او د اسلامي شوراګانو غړي د عدالت نړیوالې محکمې ته په یوه غږ پیغام لري.
د عامو وګړو په خبره: د غزې تراژیدي یوازې د یو قوم یا دین مسئله نه ده، بلکې د ټول بشریت یو امتحان دی.
افغانستان، چې خپله هم د جګړو دردونه تېر کړي، د فلسطین له خلکو سره په یو غږ ولاړ دی، او نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورکوي چې، عدالت باید انتخاب نه، بلکې یو اصل وي. بېغوري د ظلم ملاتړي ته قوت ورکوي، او دا سکوت نور د زغملو نه دی.