په پکتیکا کې د امام سلیمان فارسي دارالایتام زده کوونکو د غزې له یتیمو ماشومانو سره خپله غمرازي څرګنده کړه او د نړۍ له اسلامي هیوادونو یې غوښتنه وکړه، چې د غزې لپاره غږ پورته کړي او روانه جګړه ودروي.
دغه ماشومان د غزې او فلسطین د یتیمانو درد خپل درد ګڼي او د روان وحشت په وړاندې د اسلامي نړۍ د اقدام هېله څرګندوي.
دوی په غزه کې د یتمو ماشومانو حالت ته ځورېږي او وایي، چې د یتیم په درد او خپګان ځکه پوهیږي چې دوي هم یتیمان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (جمعه، د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د غبرګولي ۹مه) په ټول افغانستان کې د غزې له مظلومو مسلمانانو د ملاتړ او د اسرائیلي اشغالګرو پر ضد ولسي غږ پورته شو.
دغه غږ په داسې حال کې پورته شو، چې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلونو له امله تر اوسه ۵۴ زره او ۲۴۹ فلسطینیان شهیدان، ۱۲۳ زره او ۴۹۲ نور ټپیان شوي، او زرګونه نور د ویجاړو شویو سیمو تر خاورو لاندې پاتې دي.