د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د هغه پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې یې یاد هېواد غواړي کابل کې د خپل ډیپلوماتیک ماموریت کچه د سفیر تر سطحې لوړه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسلامي امارت هم په متقابل اقدام کې ژمن دی، چې په اسلاماباد کې د افغان سفارت د شارژدافیر کچه د سفیر سطحې ته لوړه کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو کچې لوړول به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم، همکاریو او اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.