د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، که اسرایېل د غزې د انساني ناورین پر وړاندې بېپروا پاتې شي، فرانسه ممکن پر دغه هېواد بندیزونه ولګوي.
ښاغلي مکرون دغه څرګندونې پرون (جمعه) د سنګاپور په یوه خبري غونډه کې کړی او زیاته یې کړې یې ده، نړیواله ټولنه نه شي کولی د غزې د فلسطینیانو د لوږې پر وړاندې بېتفاوته پاتې شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د غزې جګړې د سمدستي درولو لپاره پر صهیونیستي رژیم نړیوال فشارونه ډېر شوي دي.
د غزې په تړانګه کې د انساني فاجعې د وضعیت د لا خرابېدو له امله اوس حتې د اسرائیلي یرغلګرو ځینې نږدې متحدان، لکه بریتانیا، فرانسه او کاناډا، هم پر دغه صهیونیستي رژیم نیوکې کوي.