د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، غزه دا مهال د ځمکې تر ټولو لوږې ځپلې سیمه ده او د دغه محاصره شوي ځای ۲.۳ میلیونه ټول وګړي له « لوږې سخت ناورین » سره مخ دي.
د اسرائیلي یرغلګرو پوځ د غزې په جنوبي رفح ښار لوېدیځ کې د بشري مرستو د وېش پر یوه مرکز برید کړی، چې په ترڅ کې یې دوه هغه فلسطینیان شهیدان شوي، چې مرستو ته ورغلي وو.
بل لور بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند هوکړه “ډېره نژدې شوې” او ښایي هوکړه همدا نن اعلان شي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له امله ۵۴ زره او ۳۲۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۳ زره او ۷۷۰ نور ټپيان شوي دي.