ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېرو دوو میاشتو کې نږدې ۵۷۵ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي،  چې د ټول هېواد په کچه د برېښنایي پژندپاڼو وېش‌ څانګو او اسان خدمت مرکزونو له لارې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۵۷۴ زره او ۹۱۲ برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي، چې له دې ډلې یې ۲۰ زره او ۱۱۵ کسانو ته د برېښنایي پژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونه دي.

یادې ادارې زیاته کړې، د برېښنایي پژندپاڼو د خدمتونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، کابل د ۸۹ زره او ۱۱۷، هرات د ۸۴ زره او ۶۳۱، بلخ د ۷۰ زره او ۱۵۹، کندهار د ۳۶ زره او پینځه او هلمند ولایت د ۳۲ زره او ۲۴۳ برېښنایي پژندپاڼو په وېشلو، هغه پینځه ولایتونه دي، چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې یې ډېرې پېژندپاڼې وېشلې دي.

د یادولو وړ ده، چې اوس‌مهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې ۷۵ د برېښنایي پژندپاڼو وېش څانګې او د اسان خدمتونه مرکزونه، یو ګرځنده ټیم او همدارنګه په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت یو مرکز فعال دی او هره ورځ نارینه او ښځینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.