ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندوز کې درې بېلابېلې شخړې حل شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ د کندوز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي احسان الله ثاقب په هلوځلو، د قومي مشرانو، علماوو او ځايې خلکو په همکارۍ د ياد ولايت په ملرغي سيمه کې د ميراث پر سر راپورته شوې دوه کلنه شخړه، په ګټه خېلو سيمه کې يو کلنه او د همدې ولايت په بولک اول کلي کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوی جنجال هوار او د ښکېلو ټولو کورنيو غړي د سولې له خواږه نعمته برخمن شول.

یاد وزارت زیاتوي، د يادو شخړو د حل په مراسمو کې مسولينو او سيمه‌ییزو مشرانو د خلکو ترمنځ په اتفاق او ورورولۍ ټینګار وکړ او په سوله کې ژوند کول يې د دنيا او اخرت کاميابي وبلله.

د یاد ولایت مسولینو همداراز له ولسونو غوښتنه کړې، چې د هرې ستونزې پرمهال دې له زغم څخه کار واخلي او د حل په موخه دې يې د اسلامي امارت له مشرانو سره شريکه کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تل هڅه کوي، چې د خپلو محلي ادارو په همکارۍ د ولسونو ترمنځ ټولو لويو او وړو ستونزو ته د هواري په موخه ځان ورسوي ترڅو خلک له هوسا ژوند برخمن شي.