د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي کندهار کې د انارګل کلنۍ عنعنوي مشاعرې پر مهال د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې په هېواد کې د مشاعرو پروګرامونه درول شوي دي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړې، چې اسلامي امارت پر شعر او ادب د بندیز اراده نه لري، بلکې هڅه کوي چې د ادیبانو، شاعرانو او مشاعرو د لا ښه انسجام لپاره کار وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال دغه راز ویلي، د هغې کړنلارې پر بنسټ چې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله لهخوا د مشاعرو لپاره جوړه شوې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مکلف دی تر څو د کال په پای کې د ټولو شاعرانو اشعار و ارزوي او د هغوی ستاینه وکړي.
یاده مشاعره کې د رییسالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني او د اسلامي امارت یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو.