ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  جمعې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۲/۲ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۳/۹ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۲۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۶۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۳ تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۵۶ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۵ کورنیو سره ټولې ۶۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۲۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۶۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۴۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۸ تنه و، کندهار، هلمند، پکتیکا، روزګان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۲۴۱ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۰ کورنیو سره ټولې ۶۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۵۷۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۶۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۳۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۶۹۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸ تنه و، فراه ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۲۵ زره کرایه ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۶۰ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې یو زر او ۳۱۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۳۹۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۳۴ کورنیو سره ټولې څلور میلیونه او ۷۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۸۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۶۸ تنه و، غزني، لغمان، بغلان، کندوز، تخار، بلخ او جوزجان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۸۲ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              یو زر او  ۱۰۷ کورنۍ او څلور زره او ۶۰۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۲۰۵ کورنۍ او یو زر او ۱۰۷ وګړي

مرسته شوي کډوال:             ۱۰۳۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۳۵۸ عدده