ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو درېیو څاګانو د کېندنې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري نن د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو د درېیو څاګانو کېندنې تړون د اته میلیون ډالرو په ارزښت د ترکي شرکت سفیر سونداج سره لاسلیک کړ.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د دې وزارت سلاکار مولوي مطیع الله حقاني او د تدارکاتو رییس مولوي میر محمد نبي محمدي ګډون درلوده.

یاد شرکت به په یوه کال کې د یادو شویو درېیو څاګانو د کېندنې چارې بشپړه وي، چې د دې څاګانو د چارو له بشپړېدو وروسته به په یوه شپه او ورځ کې ۱۰۰ زره متر مکعب ګاز وویستل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو څاګانو په کېندلو سره به هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي او د دې ترڅنګ به د ګازو له پلوه د خلکو اړتیاوې هم تر يوې اندازې پوره شي.