ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مشاعرو کې د مِنیٰ او عرفات له خېمو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رییس شیخ نور محمد ثاقب د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د حج مناسکو ته د چمتووالي په لړ کې، د خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د مشاعرو په مِنیٰ او عرفات سیمو کې د افغان حاجیانو له خېمو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي ثاقب د خېمو او استوګنځایونو د کتنې تر څنګ، له اړوندو مسولینو او د مکتبونو له موظفینو سره د افغان حاجیانو لپاره د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د افغان حاجیانو خېمې په ځانګړي موقعیت کې ځای پر ځای شوې دي او د استوګنې اړین وسایل لکه فرش، توشکونه او ایرکنډیشنونه پکې برابر شوي دي.

دغه‌راز نوموړي د وړاندې شویو خدماتو له عمومي وضعیت څخه خوښي وښوده او د مکتبونو له مسولینو او د حج بعثې له اړوندو کاري کمېټو څخه یې مننه وکړه.

 ښاغلي ثاقب ټینګار وکړ چې حاجیان “ضیوف‌الرحمن” ( الله تعالی میلمانه) دي، نو باید ورته هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو خپل مناسک په ارامۍ او بشپړتیا سره ادا کړي.

نوموړي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د خوړو، پاکوالي، روغتیايي خدماتو، شکایتونو د اورېدو سیستم او د خدمتونو د همغږۍ په برخو کې لا زیات تمرکز وکړي، ترڅو هېڅ ډول نیمګړتیا رامنځته نه شي.

شیخ نور محمد ثاقب وویل، چې په مکه مکرمه کې د حج بعثې مسوولین د حاجیانو خدمت خپل عبادت ګڼي، او ژمن دي چې تر خپلې وسې پورې به د هغوی هوساینې او خدمت ته دوام ورکړي.