ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون غړو ولایتونو ته سفرونه وکړ

د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون وایي، چې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د دې کمېسیون غړو او د زونونو مسوولینو د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته رسمي سفرونه وکړل.

دغه سفرونه د مرکز په ګډون د اړوندو زونونو ټولو ولایاتو ته وشول، چې موخه یې د امنیتي وضعیت له نږدې څارنه، د ولايتي مسوولینو د ستونزو اورېدنه او د امنیتي ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول وو.

یاد کمېسیون زیاتوي، چې د سفرونو په لړ کې د ولایتونو له واليانو او د امنیتي ادارو له مسوولینو سره ګدې ناستې وشوې، چې پکې د سیمه‌ییزو مسوولینو وړاندیزونه او ستونزې له نږدې واورېدل شوې.

همداراز، د کمېسیون له لوري په اړینو برخو کې لازمې لارښوونې وشوې او ټینګار یې وکړ، چې د عدالت ټینګښت، خلکو ته د اغېزمنو خدمتونو وړاندې کول او د امنیتي ادارو ترمنځ همغږي باید لا پیاوړې شي.

د یادو سفرونو پر مهال د هېواد عمومي امنیتي وضعیت ډاډمن و ارزول شو او د امنیتي ادارو هڅې د قناعت وړ وبلل شوې.

د ولایتي امنیتي کمېسیونونو مسوولینو ژمنه وکړه، چې د شته امنیت د لا ټینګښت، د امنیتي او دفاعي ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ او د خلکو د خدمت په برخه کې به خپلې هڅې لا زیاتې کړي.