ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ډاکټر محمد نعیم سره د ایران سفیر لیدنه؛ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم سره د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل، د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

ډاکټر محمد نعیم د افغانستان او ایران اړیکې له تاریخي، سیاسي او فرهنګي پلوه ژورې وبللې، د افغان کډوالو د مېلمه‌پالنې او د اسلامي امارت له ملاتړ څخه یې د ایران مننه وکړه او د دې همکاریو د دوام هیله یې څرګنده کړه.

ښاغلي بیګدلي هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې، دا سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله او له افغانستان سره یې د هر اړخیز ملاتړ ژمنتیا څرګنده کړه.

په پای کې دواړو لوریو د همکاریو پر پراخوالي او د ګډ تفاهم پر دوام ټینګار وکړ.