ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو د وزیر په ګډون د کابینې له یو شمېر غړو سره کتلي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د اختر په دویمه ورځ د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په ګډون د اسلامي امارت د کابینې له یو شمېر غړو او ګڼ شمېر نورو هېوادوالو سره کتلي.

د اسلامي امارت چارواکو او مسولینو په دې کتنه کې د خپلو اړوندو چارو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې حکومتي چارې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سمې په ښه ډول روانې دي.

خلیفه سراج‌الدین حقاني د اختر په شپو او ورځو کې د بشپړ امنیت ټینګښت ته په اشارې سره ویلي، چې د اسلامي امارت امنیتي ادارې په پوره همغږۍ توانېدلې، چې په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې امنیت وساتي.

ورته‌مهال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت د امنیت په ټېنګښت کې خپلې ژمنې عملي کړي او داسلامي نظام له برکته ټول افغانستان امن دی.

نوموړي د هېواد له شمالي ولایتونو څخه راغلو مخورو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی او له یو شمېر پوځیانو سره یې په کتنه کې ویلي، چې اسلامي امارت پر خپلو پوځیانو او د هغوی پر قربانیو ویاړي.