ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۲/۱۴ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۳/۲۰ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳ تنه و، بیلابیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنیو سره ټولې شپږ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۲۲۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸ کورنیو سره ټولې  ۱۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۱۷۹ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۷۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۳۱ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۴۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               ۳۵۱ کورنۍ او یو زر او ۳۵۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۵ کورنۍ او ۲۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:             ۳۵۰ کورنۍ