د کور او ښار جوړولو وزارت مسولین وايي، چې د نوي کابل ښار پروژه به تر راتلونکو ۳۰ کلونو پورې بشپړه او د هېوادوالو مېشتېدو ته چمتو شي.
د مسولینو په خبره، د یادې سترې ملي پروژې ماسټر پلان د یوې جاپانۍ موسسې په مرسته د میلیونونه امریکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوی، چې د شاوخوا ۳ میلیونه وګړو د مېشتېدو ظرفیت لري.
دوی ټینګار کوي، چې د دې پروژې پلي کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي، چې په دې پروژه کې دوو شرکتونو عملي چارې پیل کړې او د لومړي فاز چارې یې ۳۰ سلنه مخته تللې دي.
په دې پروژه کې په کار بوخت انجنیران د کار د چټکتیا ډاډ ورکوي.
د کابل په شمال کې د نوي کابل پروژه، چې ۷۴۰ کیلومتره مساحت لري، یوه ستره او ملي پروژه ده، چې د ده سبز، کلکان، شکردرې، قره باغ، استالف او بګرام ولسوالیو ځینې برخې پکې شاملېږي.