د افغانستان ملي موزیم مسولین وايي، چې تېر لمریز کال د بېلابېلو تاریخي، لرغونو او کلتوري دورو شاوخوا ۷ زره اثار ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.
د دوی په وینا، دا اثار د امنیتي ادارو په هڅو د لوګر مسعینک سیمې او د هېواد له بېلابېلو برخو راټول شوي وو.
د ملي موزیم مرستیال یحیی محبزاده وايي، چې د روان کال له پیله له برونزو څخه تر اسلامي دورې اړوند ۱۱ اثار د ملي موزیم په همکارۍ د هوايي ډګر کمرک له لارې تر لاسه او په موزیم کې ځای پر ځای شوي دي.
هېوادوال د تاریخي او کلتوري میراثونو د قاچاق مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت د مسولینو هڅې ستایي او د تاریخي اثارو پر لا ساتنه ټینګار کوي.
د مسولینو په وینا، اوسمهال په ملي موزیم کې د بېلابېلو تاریخي، لرغونو او کلتوري دورو له ۶۰ زرو زیات اثار شته، چې په نړیواله کچه د افغانانو مدنیت ترې څرګندېږي.