د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د حج مناسکو تر بشپړېدو وروسته، د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لومړنۍ الوتکه نن چهارشنبه (د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د غبرګولي ۲۱مه) له سعودي عربستان څخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په یاد پرواز کې د کابل او لغمان ولایتونو ۳۴۶ تنه حاجیان شامل وو.
حاجیان د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیالانو شیخ مولوي زر محمد حقاني او شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور، د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو، امنیتي مسوولینو، د کابل نړیوال هوايي ډګر، اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو استازو او د یاد وزارت د یو شمېر نورو کارکوونکو له خوا د ګلونو په ورکولو سره تود هرکلی وشو.
ارشاد، حج او اوقافو وزارت زیاتوي، چې سږ کال د دې وزارت او اړوندو ادارو په همکارۍ له ټول هېواد څخه شاوخوا ۳۰ زره حاجیان د اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو له لارې د ۹۷ پروازونو په ترڅ کې حرمینو شریفینو ته لېږدول شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې د حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ نن له کابل پیل شوه او د پروازونو دا بهیر به په راتلونکو ورځو کې د هېواد نورو هوایي زونونو ته هم وغځېږي.