ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له مرستیال سره د علمي همکاریو د پراخېدو په تړاو خبرې کړې دي

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت مرستیال مولوي سخاءالله سعید او مل پلاوي د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار کې د روسیې هېواد د پوهنې وزارت له مرستیال سره کتلي او په پر مختلفو علمي همکاریو او د دوه اړخیزو علمي هوکړه لیکونو پر لاسلیک کولو یې خبرې کړې دي.

په یاده لیدنه کې دواړو اړخونو له یو بل سره د تجربو شریکولو ته لېوالتیا ښودلې او د افغانستان او روسیې پوهنتونونو تر منځ د ګډو علمي همکاریو د هوکړه لیکونو، پروتوکلونو او تړونونو پر لاسلیکولو یې خبرې کړې دي.

د روسیې د پوهنې وزارت مرسیتال ویلي، چې د روسیې پوهنتونونه له پخوا د افغانستان له پوهنتونونو سره هوکړې لري. د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال بیا ویلي: «بهتره ده چې یادو هوکړه لیکونو ته بیاکتنه وشي، تر څو د اوسني عصر غوښتنې او د افغانستان اړتیاوې پکې په پام کې ونیول شي.»

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرسیتال او مل پلاوی څو ورځې وړاندې په رسمي بلنه د روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار کې د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزیرانو درېیم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه فدراتیف روسیې ته سفر کړی دی.