ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسرائیلي اشغالګرو په غزه کې تر ۱۲۰ ډېر فلسطینیان شهیدان کړي

د الجزیرې د راپور له مخې، روغتیایي سرچینو ویلي، چې د اسرائیلي یرغلګرو ځواکونو په تازه بمباریو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۲۰ ډېر فلسطینیان شهیدان کړي دي.

په قربانیانو کې لسګونه هغه فلسطینیان دي، چې د مرستو تر لاسه کولو لپاره راغونډ شوي وو.

د غزې د روغتیا وزارت وایي، چې یوازې د چهارشنبې سهار راهیسې د مرستو د ترلاسه کولو هڅه کوونکو له ډلې ۵۷ کسان شهیدان شوي او له ۳۶۳ ډېر نور ټپیان شوي دي.

دغه مرستې د “غزې د بشري بنسټ” له‌خوا وېشل کېدلې، چې ویل کېږي د امریکا او اسرائیلي اشغالګرو له ملاتړ برخمنه ده او په هغو سیمو کې فعالیت کوي چې د اسرائیلي اشغالګرو تر سخت کنټرول لاندې دي.

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر ویلي، چې د اسرائیلي اشغالګرو پوځ په لوی لاس د لوږې سیاست ته دوام ورکوي، خلکو ته د خوراکي توکو د رسولو مخه نیسي او د خوړو په لټه کې وږي خلک په نښه کوي او وژني، څو په غزه کې قصدا ګډوډي رامنځته کړي.

دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې په غزه کې روان بشري ناورین ورځ تر بلې زیاتېږي او خلک د قحطۍ له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

د راپورونو له مخې، د غزې د جګړې له پیله تر دې دمه د شهید شویو فلسطینیانو شمېر تر ۵۵ زرو واوښت.