د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په یوه ګډه ناسته کې د کاپیسا له والي قاري احسان الله بریال او په تورخم کې د کډوالو چارو له امر بخت جمال سره لیدنه وکړه.
د ناستې په پیل کې قاري احسان الله بریال، کاپیسا ته د ورستنو شویو کډوالو د وضعیت په اړه ښاغلي وزیرته معلومات ورکړل او په یاد ولایت یې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د پاتې کارونو د بشپړېدو غوښتنه وکړه.
د ناستې پر دوام د کاپیسا والي په دغه ولایت کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې په موخه خپل وړاندېزونه له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل.
همدارنګه په تورخم کې د کډوالو د چارو امر بخت جمال فرضي ګرښې ته څېرمه او په عمري پنډغالي کې راستنو شویو کډوالو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو اړوند معلومات له ښاغلي وزیر سره شریک کړل او یادونه یې وکړه، چې کډوالو ته د اړتیا وړ ډېرې اسانتیاوې د اسلامی امارت او یو شمېر نورو اړوندو بنسټونو لخوا وړاندې کېږي.
ښاغلي جمال زیاته کړه، چې له پاکستان څخه د کډوالو د جبري ایستنې په لړۍ کې کمښت راغلی او همدارنګه د پاکستان له حکومت څخه د راستنېدونکو کډوالو شکایتونه هم کم شوي دي.
په ورته مهال په تورخم کې د کډوالو امر د یو شمېر ستونزو د هوارۍ په موخه خپل وړاندیزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړل.
مولوي عبدالکبیر راستنېدونکو افغانانو ته د خدمت او د هغوي د ستونزو په حل کې اسلامي امارت د مسوولینو او اړوندو نړیوالو ادارو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو سره د اسلامي امارت خبرو مثبتې پایلې درلودلې، چې له امله د کډوالو پر وړاندې ناسم چلند کم شوی دی.
دغهراز نوموړي ډاډ ورکړی، چې له اړوندو ادارو سره په ګډه به د کاپیسا په ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي ستونزې هوارې شي او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت د ښارګوټو موضوع په جدیت څاري.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر وویل، چې د ملګرو ملتونو په ګډون له بېلابېلو نړیوالو ادارو سره ناستې ترسره شوې او تمه ده، چې راستنېدونکو ته به لا ډېر خدمات برابر شي.

