پوهنې وزارت وایي، چې د روسیې کازان ښار کې د پوهنې وزیرانو نړېوال کنفرانس کې د افغانستان پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د مرستیال مولوي سخاء الله سعيد په مشرۍ پلاوي ګډون وکړ.
دغه کنفرانس د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين په ويډيويي وينا پيل شو او وروسته د روسیې د پوهنې د وزير په ګډوند بيلابيلو هېوادونو د پوهنې وزيرانو ويناوې وکړې.
یاد وزارت زیاتوي، چې د کنفرانس تر پيل وړاندې د افغانستان د پوهنې وزارت پلاوي د ساينس او ټکنالوژۍ له نندارتون څخه لیدنه وکړه.
دغهراز افغان پلاوي د یاد کنفرانس څنډه کې د ایران پوهنې وزارت مرستیال سره لیدنه کړې او په ښوونیز ډګر کې یې په دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
ياد پلاوي د روسيې د پوهنې له وزير سره هم لیدنه وکړه، چې په دې ليدنه کې د یاد هېواد د پوهنې وزير د امريکايي اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان مجاهد ولس مبارزه وستايله.
د روسيې د پوهنې وزير ویلي، د افغانستان اسلامي امارت په اړه د روسيې په دريځ کې زيات مثبت بدلون راغلی دی او دغه بدلون به د افغانستان له ښوونیز نظام سره د همکارۍ په برخه کې زيات فرصتونه را منځته کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې کنفرانس کې له ۳۰ څخه د ډېرو هېوادونو د پوهنې وزیران او مرستیالان ګډون لري او نن ورځ پنجشنبه به هم دوام وکړي.