ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لغمان کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې لغمان کې د نهر کریم کانال اړوند سلګونه ترنجونه، یو سربند، دوه چکډمونه او د کبانو روزنې حوض پروژې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ رییس مولوي شېرجان راشدي، تخنیکي سلاکار انجنیر سید عبدالرحیم سادات، د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، د اېف، اې، او موسسې لوی رییس ریچارډ او د یادې موسسې د خیتځ زون مسوولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د لغمان ولایت د اوبو او انرژۍ رییس د اېف، اې، او موسسې مسوولینو د خدمتونو ستایلو ترڅنګ له هغوی غوښتي، تر څو د نهر کریم کانال د پاتې کارونو د بشپړولو او د یاد کانال د سیند غاړې استنادي دېوالونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

په ورته مهال کې د یادې موسسې رییس په لغمان کې د یو شمېر نورو پراختیایي پروژو د پلي کولو ژمنه کړې ده.

د یادولو وړ ده، چې په لغمان کې د نهر کریم کانال سربېره د شاهي او بدېع الآباد کانالونو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.