ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په صهیونیستي رژیم د ایران د توغندیزو بریدونو درېیمه څپه؛ ګن شمیر مهم تاسیسات یې په نښه کړي  

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي درېیمه مرحله د توغندیزو او بې‌پيلوټه الوتکو عملیات د صهیونيستي رژیم په بېلابېلو سیمو ترسره کړي دي.

په دې نوي توغندیزو بریدونو کې، تل‌ابیب، اشدود او بت یام چې د تل‌ابیب په جنوب کې دي، په نښه شوي دي.

سربېره پر دې، د بن ګوريون هوایي ډګر هم د ایران د توغندیو په برید کې په نښه شوی دی.

د اسرائیلي رسنیو په وینا، په فلسطین کې د اسرائیلو له خوا اشغالي شوي شپږ مرکزونه هم د ایران د توغندیو له خوا په هدف ګرځېدلي دي.

تسنیم خبري اژانس ویلي، څو ساعته مخکې سپاه پاسداران په «وعده صادق ۳» ګډ تهاجمي عملیاتو کې، چې د نن ورځې د صهیونيستي رژیم د شرارتونو او بریدونو په ځواب کې ترسره شوي، چې د جنګي الوتکو د سونګ تولیدي مرکزونه او د انرژۍ نور تاسیسات د ګڼ شمېر بې‌پيلوټه الوتکو او توغندیو په مرسته په هدف ګرځولي دي.

په دې عملیاتو کې د تل‌ابیب تر څنګ حیفا هم په نښه شوې او د دې ښار بېلابېل مرکزونه، چې پکې پالایشګاه هم شامله ده، د ایران د توغندیو هدف ګرځېدلي دي.

سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په دویمه اعلامیه کې ویلي: د وعده صادق ۳ ګډ تهاجمي عملیاتو په دوام کې، د صهیونیستي رژیم د نننیو شرارتونو او بریدونو په ځواب کې د جنګي الوتکو د سونګ تولیدي او د انرژۍ مرکزونه د ګڼ شمېر بې‌پيلوټه الوتکو او توغندیو په مرسته په نښه شوي دي.

د ایران وسلوالو ځواکونه خبر ورکړی، که اسرائیل خپلو بریدونو ته دوام ورکړي ، نو دوی به خپل تهاجمي عملیات نور هم سخت او پراخ کړي.