د اقتصادي چارو شنوونکي وايي، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونه او ددې جګړې اوږدوالی د ایران او افغانستان سوداګري اغیزمنولای شي او حکومت ته په کار ده، چې د اټکلي ګواښونو پر وړاندې پر بدیلو لارو غور وکړي.
د اقتصاد وزارت ټینګار کوي، چې له ایران سره د اقتصادي اړیکو د ساتلو لپاره هڅه کوي او د سوداګرۍ لپاره پر نورو بدیلو لارو هم کار کوي.
پر ایران د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل وروسته په سیمه کې حالات ترینګلي شوي، د ایران هوايي حریم تړل شوی او سوداګریزې چارې په ټپه ولاړې دي.
افغانستان چې په کلني ډول له ایران سره تر درې میلیارده ډالرو سوداګري لري د اقتصادي چارو د شنونکو په باور، د ایران او اسرائیلو تر منځ جګړه به د ایران او افغانستان سوداګري هم اغیزمنه کړي.
له بل لوري اسلامي امارت هڅه کوي، چې د سوداګرۍ لپاره پر بدیلو لارو کار وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ایران او اسرائیلو تر منځ جګړې په سیمه کې اقتصادي او سوداګریز بهیر ټکنی کړی دی.