ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په لغمان او بلخ کې څو کلنې شخړې د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب حل شوې

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي، چې د لغمان د عليشنګ ولسوالۍ په مېل دره سيمه کې د يوې کورنۍ د غړو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې ۲۲ کلنه شخړه او د مرکز اړوند چهاردهي سيمه کې د يوه کس د وژنې له امله رامنځته شوې ۱۷ کلنه شخړه، د یاد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت، ديني عالمانو او قومي مشرانو په هلو ځلو هوارې شوې.

له دې سره هم‌مهاله، د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسوولينو د ځايي علماوو او قومي سپين ږيرو په منځګړيتوب د دوو مرورو کورنيو ترمنځ د کورني اختلاف له امله رامنځته شوې درې کلنه شخړه هواره کړه او دواړه خواوې یې پخلا کړې.

د راپورونو له مخې، د يادو شخړو پر مهال ښکېلو لورو ته مالي زيانونه هم اوښتي وو، خو مسوولينو د سولې، بښنې او ورورولۍ د روحيې د پیاوړتیا لپاره اړوندې خواوې وهڅولې چې يو بل ته بښنه وکړي او د پخلاینې له لارې د خوشحالۍ نوی ژوند پيل کړي.