ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ او پوتین د منځني ختیځ د کړکېچ په تړاو تلیفوني خبرې کړې دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د منځني ختیځ د وروستي کړکېچ په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.

ټاس خبري اژانس د روسیې د ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف له قوله ویلي، چې مسکو د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې په لټه کې و او چمتو دی، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ هم منځګړیتوب وکړي.

د روسيې ولسمشر د روان زېږدېز کال د جون میاشتې پر ۲۲مه نېټه له اوکراین سره د خبرو بیا پیل ته هم چمتووالی ښودلی.

ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ وضعیت ډیر زیات اندېښمنوونکی بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې واک ته د ټرامپ له رسېدو وروسته دا د روسیې او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ پینځمه ټلیفوني اړیکه ده.