ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران د اسرائیلو د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي

د ایران سپاه پاسداران د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په مرسته یې د صهیونیستي رژیم د نفت او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.

سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چې که اسرائیل پر ایران بریدونو ته دوام ورکړي له پراخو عملیاتو سره به مخ شي.

ایران پر اسرائیلو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او نن سهار یې هم په تل‌ابیب او نورو اشغال شویو سیمو توغندیز بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې زیات شمېر اسرائیلیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او لسګونه ودانۍ تخریب شوې دي.

سربېره پر دې اسراییلي رسنیو د تل‌ابیب په سویل “بت یام” ښار کې د شاوخوا ۳۵ اسرائیلیانو د نادرکۍ خبر ورکړی دی.

ایران د صهیونیستي رژیم له لوري د دې هېواد پر بېلابېلو سیمو له بریدونو وروسته د اسرائیلو ګڼې سیمې په نښه کړې دي.