ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت له خوا افغان کډوالو ته خبرتیا!

په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت له ټولو مېشتو افغانانو غوښتي، چې له حساسو نظامي مرکزونو څخه لرې پاتې شي او له سیاسي فعالیتونو او پاروونکو موضوعاتو ډډه وکړي.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د ایران پوځي مرکزونه په جدي توګه تر امنیتي څار لاندې دي او شاوخوا یې هر ډول مشکوک چلند د ایران د امنیتي بنسټونو له‌خوا د نیولو یا قانوني اقدام سبب کېدای شي.

په ایران کې د افغانستان سفارت له افغان کډوالو غوښتي، چې په عامو ځایونو لکه مېټرو، بازار، ټکسي یا د کتارونو په تم ځایونو کې د داسې موضوعاتو لکه: مظاهرې، بریدونو یا سیاسي دریځونو په اړه له خبرو کولو ډډه وکړي.

د دې خبرتیا له مخې، افغان اتباع باید له ګوندیزو غونډو، سیاسي فعالیتونو، مظاهرو، سیاسي څرګندونو او د سیاسي مطالبو له خپرولو یا شریکولو څخه په مجازي فضا کې ځانونه وساتي.

همداراز په خبرتیا کې ویل شوي: «مهمه ده چې د ایران د اوسني وضعیت په اړه د باوري خبري سرچینو او د حکومتونو د رسمي وېب‌پاڼو له لارې ځانونه باخبره وساتئ او د امنیتي وضعیت هر ډول بدلون یا تحول ته متوجه واوسئ».

د سفارت په وینا، که دا لارښونې په دقت سره عملي شي، افغانان کولی شي په ایران کې د سفر پر مهال خپل امنیت زیات کړي، له احتمالي خطرونو څخه مخنیوی وکړي او خپلې مثبتې اړیکې پیاوړې کړي.

دغه‌راز سفارت سپارښتنه کړې، چې د یوه ارام او خوندي سفر لپاره باید افغانان د اړوند چارواکو له‌خوا له نويو مقرراتو او سپارښتنو تل ځانونه باخبره وساتي.