ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سعودي عربستان ولیعهد: اسلامي نړۍ د ایران ملاتړ کوي

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هېواد یې د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او اسلامي نړۍ په یووالي سره د ایران ملاتړ کوي.

د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې له مخې، د سعودي عربستان ولیعهد زیاته کړې، چې اسرائیلو خپله ټوله هڅه کړې، تر څو امریکا له ایران سره په جګړه کې ښکېله کړي.

د ایران ولسمشر ویلي، چې سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د یووالي او د مسلمانانو له حقونو څخه د دفاع برخو کې ګټور رول لوبولای شي.