ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډونالډ ټرمپ: پر ایران برید له امریکا سره هېڅ تړاو نه لري

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران او اسرائیلو په جګړه کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي، چې پر ایران برید له امریکا سره هېڅ تړاو نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا په دې شخړه کې هېڅ رول نه لري.

ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ (ټروټ سوشل) لیکلي، امریکا په اسانۍ د ایران او اسرائیلو ترمنځ توافق او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پای ته رسولای شي.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې وړاندې یې له اسرائیلو سره د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار کړی و.

ایران هم امریکا او متحدینو ته یې خبرداری ورکړی، چې د تهران د غچ اخیستنې د بریدونو په مخنیوي کې دې له اسرائیلو سره مرسته نه کوي.

ایران ګواښ کړی، چې که امریکا، برېتانیا او فرانسه د ایراني ډرونونو یا توغندیو پر وړاندې د اسرائیلو دفاع وکړي، ایران به د دوی اړوند بېړۍ او اډې په نښه کړي.