د پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي، نیمروز ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په میلک پوله کې د کډوالو له پنډغالي او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له کمپ څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي ترابي د یادو پنډغالو د کډوالو د اوسني وضعیت، شته ستونزو او ورکړل شویو خدماتو په اړه معلومات ترلاسه کړل.
د کمپ مسوولینو د نوموړي لیدنه مثبته وبلله او د کډوالو بېړنۍ اړتیاوې او اساسي ستونزې یې ورسره شریکې کړې.
ملا نورالدین ترابي ډاډ ورکړ، چې د کډوالو د وضعیت د ښهوالي په موخه به هڅې دوام ومومي او دغه اداره به د داخلي او نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ اړمنو کورنیو ته لا ډېر خدمات برابر کړي.
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې په وینا، د دې لیدنې موخه، د کډوالو د وضعیت ارزونه، د شته خدماتو څېړنه، او د بېړنیو او دوامداره مرستو لپاره د لا همغږۍ رامنځته کول یاد کړي دي.