د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۲/۱۷ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۳/۲۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۸۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۴۳۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۳ تنه و، بیلابیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۴۹ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۰ کورنیو سره ټولې ۶۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۴۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲ تنه و، بیلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۵۳ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹ کورنیو سره ټولې ۱۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۳۶۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۰۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۵۴۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۵ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۱۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۶۲۳ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۲۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵۲ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۹۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۳۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۶ تنه و، لوګر، کندوز، تخار، سمنګان او بلخ ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۴۹۷ کورنۍ او دوه زره او ۲۳۲ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۱۳ کورنۍ او ۵۰۱ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۴۸۶ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۶۶ عدده