د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسرائیلو په بریدونو کې د امریکا د لاس نه لرلو ادعا ناسمه بللې او ویلي یې دي، کافي اسناد شته چې دغه بریدونه د امریکا په ملاتړ شوي دي.
ښاغلي عراقچي له سفیرانو او بهرنیو استازو سره په ګډه غونډه کې زیاته کړې، چې اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو له برید سره د نړیوالو حقونو له سرو کرښو تېر شوي دي.
دغه راز نوموړي ټینګار کړی، چې اوسنۍ جګړه پر ایران تپل شوې او ویلي یې دي، چې اسرائیل اټومي هوکړه نه غواړي، د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو مخالف هم دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې ژر تر ژره دې د اسرائیلو د بریدونو مخه ونیسي.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او اسرائیلو په جګړه کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي، چې پر ایران برید له امریکا سره هېڅ تړاو نه لري.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکا په دې شخړه کې هېڅ رول نه لري.