ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوګر کې دوه زره کورنیو ته د برېښنا رسونې پروژه پیل شوه

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي؛ د دې وزارت له لوري د لوګر ولایت په سفید سنګ کلي کې د دوه زره کورنیو لپاره د برېښنا رسونې پروژه پیل شوه.

دغه پروژه د ۳۱ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د لوګر ولایت په سفید سنګ کلي کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د انرژۍ مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب، د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور، د لوګر د اوبو او انرژۍ ریيس ملا محمد اسماعیل اخوندزاده، د اوبو او انرژۍ وزارت تخنیکي ریيسانو او د یادې سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د اوبو او انرژۍ وزیر د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې ویلي، د اسلامي امارت مسولین شپه او ورځ په لږو امکاناتو سره د خلکو د هوساینې او هېواد د پراختیا لپاره هڅې کوي.

ملا عبداللطیف منصور زیاته کړې، اسلامي امارت د اقتصادي پرمختګ په برخه کې اغېزمن او ارزښتناک ګامونه پورته کړي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې ګڼې پروژې پلې شوې دي.

نوموړي له ولسونو څخه غوښتنه کړې، چې د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا په پار له مسولینو سره همکاري وکړي.

ښاغلي منصور ټینګار کړی، چې اوسمهال له هره پلوه د پانګونې او هېواد ته د خدمت کولو لپاره زمینه برابره شوې.

د اوبو او انرژۍ وزیر له افغان پانګوالو او سوداګرو غوښتنه کړې، چې هېواد ته راستانه شي او په خپلې پانګونې سره د هېواد په ابادۍ کې یې ونډه واخلي.

همدارنګه یې د دغې پروژې پلي کول د محمد اغې ولسوالۍ د خلکو لپاره اړتیا بللې او یادونه یې کړې، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري به په راتلونکي کې په لوګر ولایت کې د اوبو او انرژۍ لا زیاتې پروژې پرانیستل شي.

له بلې خوا، د لوګر مرستیال والي د دغې پروژې پلي کول د یادې ولسوالۍ د خلکو لپاره حیاتي بللې او له خلکو څخه یې غوښتنه کړې، چې د یادې پروژې د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

په ورته مهال، د پایدارې انرژۍ عمومي ریيس مولوي عبدالرحمن رحماني د پروژې تخنیکي معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې دغه پروژه به د یو کال په ترڅ کې بشپړه شي او د څه باندې یو میګا ولټ امپیر په ظرفیت سره به کابو دوه زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.