ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزیر د سړکونو ارزونې په موخه کاپیسا ته سفر وکړ

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د یاد ولایت والي قاري احسان الله بریال، د دې ولایت د تولګتو رییس او یو شمېر تخنیکې انجنیرانو په ملتیا د سړکونو د ارزونې په موخه سفر وکړ.

د تولګټو وزیر د یاد سفر په ترڅ کې د کاپیسا ولایت د تګاب، نجراب او اله سای ولسوالیو د هغو سړکونو څخه له نږدې لیدنه وکړه، چې اوسېدونکي یې د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ټولګټو وزارت وايي؛ ملا محمد عیسی ثاني د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، د دې ولایت د ځینو سړکونو د رغونې او بیارغونې کار د روان کال په پلان کې شامل دی، چې په نږدې ورځو کې به داوطلبۍ ته ورکړل شي او د تدارکاتي پروسې له تر سره کولو وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

یاد وزارت زیاتوي؛ د دې سړکونو په رغونې سره به د ځایې خلکو ستونزې حل او اوسېدونکو ته به یې ګڼې ترانسپورټي اسانتیاوې برابرې شي.