کرنې وزارت وايي؛ کندهار کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال کندهار کې پر ۹۸ زره ۳۸۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې له دغو کروندو څخه شاوخوا ۳۶۸ زره ۹۳۱ ټنه غنم راټول شوي دي.
کندهار کې د غنمو حاصلاتو کې داسې مهال زياتوالی راغلی، چې په ټول هېواد کې د نشي توکو پر پېر او پلور د اسلامي امارت لهخوا بنديز لګول شوی دی.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست د کرنیزو چارو امر ایمل حکیمي د غنمو د حاصلاتو ډېروالي لامل د ناروغيو نشتون او د نشي توکو د کښت مخنيوی يادوي.
د کندهار د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر وايي؛ چې تېر کال په کندهار کې پر شاوخوا ۹۶ زره ۳۸۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې ورڅخه ۳۶۱ زره ۴۳۲ ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.
نوموړي زیاته کړې؛ د همکارو موسسو په مرسته د ناروغیو د مخنيوي برخه کې د یاد ولایت د کرنې ریاست د ناروغیو تشخیص کړی او په اړه یې کروندګرو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کرنیزو سیمو زیاتوالی، د غنمو د کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو پر وخت وېشل، د بزګرانو هڅونه او اطلاع رسونه هغه لاملونه دي؛ چې ورسره سږ کال کندهار کې د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.