د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوداني سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د عراق له هوایي حریم څخه پر ایران د صیهیونیستي رژیم برید ښکاره تېری او نړیوالو قوانینو باندې د اسرائیلو اشغالګر رژیم بېباوري بللې.
پزشکیان زیاته کړې: «موږ د جګړې پیلوونکي نه وو، خو په قوت مو ځواب ورکړ او که بریدونه دوام ومومي، بریدګر دې د لا سختو او دردوونکو غبرګونونو تمه ولري».
ورته مهال د عراق لومړي وزیر ویلي، چې عراق د ایران تر څنګ ولاړ دی او د صهیونیستي رژیم بریدونه په کلکه غندي.
السوداني د صهیونیستي رژیم بریدونو ته د ایران ځواب ویاړ بللی او زیاته یې کړه، چې د دې هېواد له خاروې پر ایران د برید په تړاو یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت کړی دی.