د کورنیو چارو وزارت وايي، د پروان ولایت د پولیسو د جنګلباغ له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۶۶۱ پولیس له دوو میاشتنیو مسلکي او عقیدتي زدهکړو فارغ شول.
یاد منسوبین چې د پروان او پنجشېر ولایتونو په ولسوالیو او امنیتي حوزو کې جذب شوي وو، له دوه میاشتنیو مسلکي او عقیدتي روزنې وروسته د پروان د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت نظامي مرستیال شیخ محمد نظر شینواری، د تعلیم او تربیې قوماندانۍ اداري مرستیال مولوي وزیرالرحمن رحماني، د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري، د یاد ولایت د امنیې قوماندان قاري محمد جاوید ضیاالرحمن او یو شمېر نورو مسولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
مسولینو په خپلو ویناوو کې نوي فارغ شوي منسوبین د خلکو سره ښه چلند، د اوامرو اطاعت او خپلو دندو ته په وخت رسېدلو ته وهڅول.