د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د غزې په سویل خان یونس کې مرستو ته پر راټولو شویو فلسطینیانو برید کړی، چې لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان پکې شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د سیمې فعال روغتون له ټپیانو او جسدونو ډک دی، چې د ټپیانو درملنه د روغتیايي توکو د نشتون له امله ستونزمنه ده.
عیني شاهدانو ویلي، چې صهیونیستي عسکرو د مرستو ترلاسه کولو په موخه پر راټولو شویو زرګونه فلسطینیانو ډزې وکړې او بمونه یې ور وغورځول.
سربېره پر دې روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي، چې له نن سهار راهیسې د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو له څه باندې ۲۰ میاشتنۍ جګړې راهیسې لږ تر لږه ۵۵ زره او ۳۶۲ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ماشومان، ښځې او سپينږیري دي.