د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد نن له غرمې مخکې په میدان وردګ او باميان ولايتونو کې د شخړو د حل په موخه د ټاکل شوي کمېسیون له مشر او غړو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یاد وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی رییس ملا محمد بصر صاحبزاده او د کوچیانو د اقتصادي خدماتو او څړځایونو رییس مفتي لعل محمد منیب هم شتون درلود.
لیدنه کې د یادو ولایتونو لپاره د جوړ شوي کمېسیون غړو د اسلامي امارت له لوري د خلکو ترمنځ د یووالي په اړه د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د قومي ستونزو د حل او د خلکو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو په برخه کې ورسپارل شوی مسولیت په پوره صداقت او ژمنتیا سره تر سره کوي.
ښاغلي احمد د یادو مشرانو هرکلی کړی، هغوی یې خپلو مسولیتونو ته لا ډېر هڅولي او زیاته کړې یې ده؛ چې په میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې دې د هرې ولسي، لویې او کوچنۍ ستونزې پرمهال باید د ولایت له اړوندو ادارو همغږي وساتي څو یې ستونزې ژر او د هوکړې له لارې هوارې شي.