د عدليې وزير شيخ عبدالحکيم شرعي د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر، في البرت ایلساس او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
شیخ عبدالحکیم شرعي په دې لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت د عدليې وزارت فرعي قوانين له قران کريم، نبوي سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو سرچينو څخه اخیستنه کوي او د دغو قوانينو ۹۵ سلنه چارې په عدلیې وزارت کې بشپړ شوې دي.
نوموړي زياته کړې، چې علمای کرام او حقوق پوهان پر قوانينو کار کوي او دا قوانین د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظهالله تر دقيقې کتنې وروسته د نوموړي لخوا توشيح او نافذ کېږي.
د ناروې شارژدافیر د عدليې وزارت د کارونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره د اړيکو پياوړتیا د ناروې له لومړيتوبونو څخه ده.