ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بغلان کې څه‌باندې پینځه زره مټریک ټنه غنم پېرل او زېرمه کېږي

کرنې وزارت وايي؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د غنمو د بیې د کنټرول، د احتکار د مخنیوي، له کروندګرو سره د اقتصادي مرستې او بېړنیو حالاتو لپاره د غنمو د زېرمې د برابرولو په موخه، په بغلان ولایت کې څه‌باندې پینځه زره مټریک ټنه غنم پېرل کېږي.

د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دا لړۍ د کرنیزو کوپراتیفونو او ازاد بازار د غنمو د بیې له ارزونې وروسته، د تدارکاتي اصولو پر بنسټ ترسره کېږي.

د یاد وزارت په وینا، پېرل شوي غنم به د بغلان په سیلو کې زېرمه شي.

د بغلان د کرنې ریاست مسولین وايي؛ چې پېرل کېدونکي غنم باید سږني حاصلات، پاک، له ناروغیو او حشراتو څخه خوندي، پرته له رطوبته او پروسس شوي وي.

هېره دې نه وي، چې د کرنې وزارت کارپوهان هم د غنمو د کیفیت ارزونه کوي.

مسولین له هغو بزګرانو څخه چې د پلور لپاره اضافي غنم لري، غوښتنه کوي چې د بغلان د کرنې ریاست سره اړیکه ونیسي او خپل غنم د یادې پروسې له لارې وپلوري.