ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران ولسمشر: د صهیونیستي رژیم د جنایتونو له دوام سره به سیمه سوکالي تجربه نه کړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د متحده عربي امارتو د دولت له رییس محمد بن زاید ال نهیان سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې ویلي، چې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو دوام په سیمه کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ د پراخېدو لامل کېږي.

د ایران ولسمشرۍ دفتر د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي پزشکیان په دې ټلیفوني اړیکه کې زیاته کړې، چې صهیونیستي رژیم ټول نړیوال اصول او چوکاټونه تر پښو لاندې کړي او د سترو قدرتونو په ملاتړ هر ډول جنایتونه کوي.

د ایران د ولسمشر په وینا، چې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د دوام په صورت کې ښایي سیمه هیڅکله دوامداره سوله او سوکالي تجربه نه کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د متحده عربي امارتو د دولت رییس په دې اړیکه کې ویلي، چې سیمه کې د کړکېچ کمولو او سولې او ثبات په موخه یې په پراخه کچه تماسونه او سلا مشورې پیل کړې دي.