ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د بریدونو نوې څپه پیل کړې

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې ایران پر اشغال شوې لوېدیځه غاړه د بې پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

د راپور له‌مخې، د اشغال شویو سیمو په دان، شارون، لاخیش، ساحل او یرکون ښارګوټو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.

په دې توغندیزو بریدونو کې د تلفاتو په تړاو تر دې مهاله راپور نه دی ورکړل شوی، ځکه چې صهیونیستي رژیم نړیوالې رسنۍ او ټولنیزې پاڼې سانسور کړې دي.

د ایران د بریدونو له امله په اسرائیلو کې وضعیت لا پسې خراب شوی او یو شمېر هېوادونو له خپلو اتباعو غوښتي، چې له اسرائیلو ووځي او یا هم له ورتګ څخه ډډه وکړي.

ایران تېره شپه هم پر اسرائیلي رژیم توغندیز بریدونه کړي وو، له یادو بریدونو وروسته یاد خبري اژانس د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې ایران په تازه بریدونو کې د اسرائیلو د استخباراتي سازمان (موساد) ودانۍ په نښه کړې ده.