ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1173

د کډوالو‌‌ ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ۱۲ کمېټو غونډه؛ د یادو کمېټو کړنې ارزول شوي

‎د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولسګونو کمېټو غونډه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د دولسګونو کمېټو د مسولینو په ګډون جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې لومړی ګومارل شویو دولسګونو کمېټو د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړی.

وروسته له بېلابېلو هېوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو د شمېر، د نغدي مرستو د وېش د څرنګوالي او ‎هغوی ته خوراکي توکو، البسې او مسکن ‎د برابرولو، هېواد ته د راستنو شویو تاجرانو او پانګوالو د ثبت او تثبیت د ‌‌‌‌‌‌ډول په اړه بحث او خبرې شوي دي.

همدارنګه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولسګونو کمېټو مسولینو ‎د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د دوست هېواد عربي متحده اماراتو ‎د یومیلیون او ۸۰۰ زرو ‌‌‌‌‌‌ډالرو نغدي مرستې د مننې ترڅنګ د راستنو شویو کډوالو ټولو مستحقو کورنیو ته د یادو مرستو د وېش په اړه بحث او هر اړخېزه ارزونه کړې او د یادو مواردو په اړه لازمې پریکړې شوي دي.

کونړ کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت ۴۰ کیلو واټه لمریزه برېښنا جوړه شوې

د افغانستان مالیې وزارت له خوا د کونړ مستوفیت لپاره ۴۰ کیلوواټه لمریزه برېښنا جوړه او د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې د مرستیال والي، مالیې وزارت پلاوي، ادارو مسولینو، کونړ مستوفیت خزاینو امر او نورو کارکوونکو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني ویلي؛ اسلامي امارت د ولس خدمت ته ژمن دی او مسوولین تل هڅه کوي، چې ولسونو ته ښه خدمتونه وړاندې او ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.

د مالیې وزارت د پلاوي مشر محمد عیسی حماد ویلي؛ د مستوفیتونو د چارو ښه پرمختک او ستونزو اوارۍ په پار د وزارت له خوا په اتو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا سیستمونو جوړېدو چارې پیل شوي او اړتیا ته په کتلو به نورو ولایتونو کې هم ورته پروژې پلي شي.

د کونړ مستوفیت د خزاینو امر زمري حماد ویلي؛ د مستوفیت غوښتنې په اساس وزارت له خوا د ۲،۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۰ کیلو واټه برېښنا د یو خصوصي شرکت له خوا د یوې میاشتې په موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې پرمټ یې د مستوفیت ادارې ستونزه اواره او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو کې به مرسته وکړي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر غلام رضا نجاري او د دغه سفارت د اقتصادي څانګې له مشر سره لیدنه کړې.

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ویلي؛ ایران د کرنې په برخه کې ډېر کارپوهان او ډېرې تجربې لري، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د کوکنارو له تولید او کښت څخه اغېزمن دي، باید له کروندګرو سره همکاري وکړي او بدیل یې ترویج کړي.

د ایران مرستیال سفیر غلام رضا نجاري دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی او ویلی يي دي؛ د ایران څخه کوم پلاوی، چې راځي باید دوه اړخیزه هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ ایران لومړنۍ هېواد ؤ چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بندیدو هرکلی یی وکړ او له تاسو سره همکار پاتې کېږي.

دا غونډه افغانستان ته د ایران د کرنې وزارت د مرستیال په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر د همغږۍ په موخه جوړه شوې وه.

ټاکل شوې، چې دغه پلاوی افغانستان ته راشي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مسولینو سره د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د څېړنې په برخه کې له مسولینو سره خبرې وکړي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د روان کال په سلواغې مياشت کې د څه‌باندې ۱۳۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د سلواغې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۳۴٫۱ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۳٫۵ ميليون ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په همدې مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۶٫۷ میلیون ډالرو ته رسید، چې د تېر کال د سلواغې مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د روان کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۴۲٫۶ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.

د ۱۴۰۱ کال په سلواغه میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۹۴٫۶ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د روان کال په یاده مياشت کې د ۹۸,۹ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د تېر او روان ۱۴۰۲ کال په سلواغه مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

همدا ډول د تېر کال په سلواغه مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، ایران او چین هېوادونو څخه شوي وو او د روان کال په همدې مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له ایران، چین او پاکستان څخه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلې صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

هرات کې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت ګڼې نیمه پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

 د هرات په کهسان او زنده جان ولسوالیو کې ۸۰ وړې او لویې پروژې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار، د اطلاعاتو او کلتور رییس، ځايي اوسیدونکو او مشرانو په شتون پرانیستل شوې.

 د هرات د کليو پراختيا رييس مولوي عبدالسلام هجرت ویلي؛ دغه پروژې د څه باندې ۳۰۰ میلیونو افغانيو په لګښت په ١٨ مياشتو کې پلې شوې دي، چې پکې ۲۰ زره کسانو ته يې د کار زمينه برابره شوې وه.

په هرات کې د CHA دفتر مشر ویلي؛ په دغو پروژو کې د استنادي دیوالونو جوړول، د سړکونو جغل اچول، د پلچکونو جوړول او د اوبو د کانالونو پاکول شامل دي، چې د کار د زمینې د برابرولو او د خلکو د ستونزو د حل په موخه ترسره کیږي.

د هرات والي ویلي؛ اسلامي امارت پلان لري، چې په هرات کې تر ۳۰ ډېرې لویې اقتصادي پروژې پلې کړي.

نوموړي د صنعتي ښارګوټي، نوي ترمینل، وچ بندر، د هرات د تورغنډۍ د اورګاډي پټلۍ، سمنت پروژې او ټاپي د وروستي پلان د جوړولو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت په عمل کې ثابتوي چې ولس ته خدمت کوي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس د نړیوال بانک له خوا د دا ډول پروژو د پیلیدو د هرکلي کړی او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت په دوره کې د ناامنیو له امله کومه پروژه نه وه بنده شوې، بلکې له نورو هېوادونو یې غوښتي چې پرته له کوم ستونزه کار وکړئ او د بیارغونې پروژو په پیل کې پرته له اندیښنې څخه کار پیل کړئ.

نوموړي زیاته کړې؛ اوس د افغانستان ټول ولایتونه خوندي دي او موسسات کولای شي، هر ځای چې وغواړي خپلې پروژې پلې کړي.

ځايي اوسیدونکو د یادو پروژو له پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او د مخابراتي شبکو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو ته د پاملرنې غوښتنه یې کړې.

د غزې بشري ناورین؛ د تمې خلاف د روژې په لومړۍ ورځ هم نسل وژنه روانه ده

له غزې څخه تازه راپورونه وايي، چې صهیونست پوځيانو د روانې جګړې په ۱۵۷ مه او د روژې په لومړۍ ورځ هم د دغې تړانګې ګڼې سیمې بمبارد کړي او یو شمېر عامو روژه په خوله فلسطینیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغو تازه بریدونو کې د درې تنو د شهادت او تر لسو د زیاتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی.

ګڼو ځایونو کې د غزې اوسېدونکو په پېشلمي کې له کافي اندازه او یا هېڅ خوراک کولو پرته روژه نیولې او دغه حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

تمه کېده چې د روژې له پیل سره سم غزه کې اوربند اعلان شي، خو برعکس جګړې لا ډېر زور اخیستی او د دغې تړانګې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

غزه کې د فلسطینۍ روغتیا ادارې مسولینو ویلي، تړانګه کې د صهیونست پوځونو او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ روانه جګړه کې د شهیدانو شمېر ۳۱ او ۴۵ او د ټپیانوشمېر ۷۲ زره ۶۵۴ تنو ته رسېدلی دی.

 دغه راز اسرائیلي ځواکونو د روژې په لومړۍ شپه اقصی جومات ته د لمونځ کوونکو مخه هم نیولې ده.

د ځینو رسنیو د راپورونو په حواله دغه لمونځ کوونکي، چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده، د اسرائیلي ځواکونو له لوري زورول شوي او ځینې یې وهل شوي هم دي.

ورته وخت کې د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو ویلي، چې دغې جګړه کې تر دا مهاله ۱۳ زره فلسطیني وسلوال وژل شوي دي، هغه ادعا چې فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول حماس یې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۲۸/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۰/۱۲/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۱۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۳۲۲ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ۲۵ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۱۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د بلکوریا سند لرونکی، یو تن فوق بکلوریا سند لرونکی، ۲۳ تنه غریبکار او اووه تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۳۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۹۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۲۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰ تنه و، کندهار ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو زر او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۵۸ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۴۹۲ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

د تخته پل په کمپ کې ۴۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۵۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۰۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۵۸ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۲۳۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې درې تنه بکلوریا سند لرونکي، یو تن فوق بکلوریا سند لرونکی، ۷۲ تنه غریبکار او ۴۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۱۹ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۶۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیــــکا

انګور اډې لار ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې یوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې شپږ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

د انګور اډې څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې شپږ تنه کیږي، خپلې سیمې ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په انګور اډه کې کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۴ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د انګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شول.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۶ تنه کیږي، راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۸۰۴ مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۵۱ تنه کیږي، سره لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۱۳۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۸۸ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته  ۷۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ۲ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۳ را ستنو شویو کورنیو سره ۲۶۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۲۵۵ کورنۍ ۷۲۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۳ کورنۍ ۲۶ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۴۶ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۱۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۴۱۱ عدده

د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند پیغام!

الحمد لله الذي فضل أوقات رمضان على غيره من الأزمان وأنزل فيه القرآن هدى وبينات من الهدى والفرقان والصلاة و السلام علی نبينا محمد و علی آله و أصحابه و التابعین لهم باحسان.

امابعد : د افغانستان مؤمن ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ورونو!

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا عادت وو، چې د روژې میاشتې له رارسېدو څخه  مخکې به یې صحابه کرامو او نورو مسلمانانو ته د روژې د ترهيب او ترغيب په اړه توصیې کولې.

بنا له هر څه وړاندې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو، په ځانګړي ډول د افغانستان مسلمان ولس ته مبارکي وایم.

دغه مبارکه میاشت د توبې او عبادت میاشت ده، چې ټول نېک عملونه پکې د نورو وختونو په پرتله څو برابره زیات اجر او ثواب لري.

الله تبارک و تعالی دې موږ او تاسې ټولو ته په دې مبارکه میاشت کې د توبې، استغفار، ذکر، طاعت او مقبول عبادت توفیق راپه برخه او په کامل صحت او عافیت سره د مبارکې روژې فریضې اداء کولو توان راکړي. آمین یا رب العالمین

د روژې په مبارکه میاشت کې قرانکریم نازل شوی، په دې میاشت کې د نفس د تزکیې، الله تبارک و تعالی ته د رجوع، د مسلمانانو ترمنځ د خواخوږۍ او اتحاد، صله رحمۍ او پر بې وسو او بې وزلو د شفقت او صدقې مهم فرصت دی.

هیله ده د مبارکې روژې دغه ارزښت او فضیلت ته په پام سره، د اجر او مغفرت له دې معنوي لحظاتو څخه ټول مسلمانان استفاده وکړي.

نوموړي پر علمای کرامو او د مساجدو په خطیبانو او ملا امامانو غږ کړی، چې په رمضان المبارک میاشت کې دې په مساجدو کې د تراویح لمانځه ادا کولو ترڅنګ د دیني تعلیم، دعوت او د قرآن عظیم الشان د ترجمې یا تفسیر دورې جوړې کړي، ترڅو عام مسلمانان د الهي کلام له معنی او مقصد څخه خبر شي.

مسلمانان وروڼه دې هم په پوره شوق د قرآن کریم د تلاوت ترڅنګ د قران کریم د ترجمې او تفسیر په درسونو کې ګډون وکړي.

دا چې رمضان المبارک د خواخوږۍ او صله رحمۍ پیغام لري او په روژه نیولو سره موړ انسان د وږي له حاله خبریږي، بنا له ټولو هېوادوالو هیله لرم، هغه که حکومتي مسولین یا عام توانمند هېوادوال او پانګه وال دي، د بې وسه او فقیرو مسلمانانو مرسته دي وکړي.

خصوصا هغه هېوادوال چې په زلزلو او نورو طبعي پيښو کې زیانمن شوي او همدارنګه راستانه شوي کډوال، د شهیدانو کورنۍ، کونډې او یتیمان باید له یاده ونه باسو.

ډېر ځله داسې پېښیږي، چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د یو شمېر فرصت طلبه خلکو لخوا په بازارونو کې د خوراکي او ضرورت وړ توکو نرخونه ناڅاپي لوړېږي، څرنګه چې رمضان المبارک د لورئینې او ترحم میاشت ده، نو تجاران او پلورونکي باید نرخونه د امکان تر حده را ټیټ کړي، ترڅو د بې وسه هېوادوالو مرسته وشي.

ټول مسول چارواکي باید د نرخونو د لوړیدو د مخنيوي په موخه جدي څارنه او اړين اقدامات وکړي.

سږ کال د روژې میاشت په داسې حال کې راځي، چې د اسلامي نړۍ په یوه نه بیلېدونکې برخه فلسطین په خاص ډول غزه کې پر بې وسه مسلمانانو د صهیونیستي یرغلګرو لخوا سخت ظلم او وحشت روان دی او نړۍ يې په رڼو سترګو ننداره کوي.

 موږ یو ځل بیا پر ټول بشریت خصوصاً نړیوالو سازمانونو او اسلامي هېوادونو غږ کوو، چې د دغه روان ظلم او وحشت په پای ته رسولو کې خپل مسوليت ادا او د غزې د مظلومو مسلمانانو عاجل لاسنيوي او ملاتړ ته راوړاندې شي. 

څه چې په غزه کې جریان لري، د بشریت د تاریخ پر ټنډه تور داغ دی او هغه هېوادونه چې دې ظلم ته یې لار هواره کړې یا یې د مخنیوي لپاره واقعي هڅې نه کوي، د صهیونستي یرغلګرو جرمي شریکان دي.

په پای کې یو ځل بیا د رمضان المبارک میاشتې په راتګ سره د ټول اسلامي امت فرد، فرد ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوم او دعا کوم چې د دې مبارکې میاشتې په برکت دې الله تعالی د مسلمانانو ترمنځ بشپړ یووالي او خواخوږي رامنځته کړي.

الله تعالی دې د بې وسه او تر ظلم لاندې مسلمانانو حافظ او مرستندوی شي.

په دې مبارکو شپو او ورځو کې له ټولو مسلمانانو څخه غواړو، چې خصوصاً د فلسطین مسلمانان په خپلو دعاګانو کې یاد وساتي او د هغوی هر ډول مرسته وکړي.

آمین یا رب العالمین، و ما ذالک علی الله بعزیز

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند: د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته ۶.۵ میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د هېواد له ۷۶ فعالو مرکزونو ۶.۵ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

نوموړی زیاتوي؛ د یادې ادارې د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان نفوس شاوخوا ۳۴.۹ میلیونه اټکل شوی، چې ۵۱ سلنه یې نارینه او پاتې ۴۹ سلنه یې ښځې دي.

دغه‌راز د کره شمېرنې معلومولو لپاره یې د جوړ شوي پلان خبر ورکړی، چې د مالي اسانتیاوو له برابرېدو وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

د ښاغلي رافع په وینا؛ احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د هېواد په کچه څلور مهمې سروې‌ګانې ترسره کړې، چې ځنګلونه، هستوګنیز او غیرې هستوګنیز کورونه او هېواد کې د غنمو او وریژو تولیدات په بر کې نیسې.

د یادې ادارې ویاند دغه‌راز زیاته کړې، چې هېواد کې د سرشمېرنو لپاره زیاتې بودیجې ته اړتیا ده، خو که امکانات برابر شي ګڼو برخو کې به سروې ترسره کړي اوسلګونه خلکو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.

اسرار وصال