د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د هېواد له ۷۶ فعالو مرکزونو ۶.۵ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
نوموړی زیاتوي؛ د یادې ادارې د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان نفوس شاوخوا ۳۴.۹ میلیونه اټکل شوی، چې ۵۱ سلنه یې نارینه او پاتې ۴۹ سلنه یې ښځې دي.
دغهراز د کره شمېرنې معلومولو لپاره یې د جوړ شوي پلان خبر ورکړی، چې د مالي اسانتیاوو له برابرېدو وروسته به یې عملي چارې پیل شي.
د ښاغلي رافع په وینا؛ احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د هېواد په کچه څلور مهمې سروېګانې ترسره کړې، چې ځنګلونه، هستوګنیز او غیرې هستوګنیز کورونه او هېواد کې د غنمو او وریژو تولیدات په بر کې نیسې.
د یادې ادارې ویاند دغهراز زیاته کړې، چې هېواد کې د سرشمېرنو لپاره زیاتې بودیجې ته اړتیا ده، خو که امکانات برابر شي ګڼو برخو کې به سروې ترسره کړي اوسلګونه خلکو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.
اسرار وصال