د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي په ۱۹مه نېټه، په مرمرینې ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې په دې غونډه کې د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په ښاروالۍ پورې اړوند ځمکه کې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه، چې د ټولو اړخونو له ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شوه.
د خبرپاڼې له مخې، د دغې طرحې پر بنسټ به خصوصي سکټور د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په پانګونې سره یو درېپوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ کړي، چې ۵۴ دوکانونه به ولري.
همدارنګه په دې غونډه کې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند، د دارالامان سړک ته څېرمه د ښاروالۍ پر ځمکه د استوګنیز او سوداګریز مارکېټ د جوړولو پر طرحه هم بحث وشو.
د بحثونو له پای ته رسېدو وروسته، یاده طرحه د تخنیکي او مالي ارزونې لپاره اړوندو ادارو ته راجع شوه، څو خپل راپور په ټاکلي وخت کې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

