د عدلیې وزارت وایي، چې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب، راټولولو او وېش د هییت طرزالعمل د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لهخوا له توشېح څخه وروسته د دغه وزارت په ۱۴۸۴ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د یاد وزارت په وینا، افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب، راټولولو او وېش د هییت طرزالعمل یوه مقدمه، درې بابونه، څلور فصلونه او ۱۴ مادې لري او د تطبیق مرجع یې راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب، راټولولو او تویع مرکزي او ولایتي هيیتونه دي.
د عدلیې وزارت زیاته کړې، په دې طرزالعمل کې د مرکزي او ولایتي هییتونو ترکیب او د یادو هییتونو دندې، د نقدي، غیرې نقدي او خدماتي مرستو د جلب، ثبت، ساتنې او توزیع څرنګوالی، د هیئت همکارې مراجع، د مرستو د وېش د څارنې څرنګوالی او د مرستو د ممنوعیت موارد بیان شوي دي.
دغهراز په دغه طرزالعمل کې مرکزي هییت مکلف شوی دی ترڅو د مرسته کوونکو فهرست او د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو فهرست ترتیب کړي او د مرستو د جلب په منظور له داخلي مرسته کوونکو او هېواد څخه بهر له افغانانو مرسته کوونکو سره په رسمي توګه خبرې وکړي.
په یاد طرزالعمل کې د مرستو د جلب تګلارې هم توضیح شوي دي او د رسمي لارو پرته د داخلي مرستو جلب او د اسلامي امارت د اصولو او قوانینو او د دغه طرزالعمل د حکمونو خلاف د بهرنیو مرستو ترلاسه کول ممنوع شوي دي.
همدارنګه، په همدې ګڼه رسمي جریده کې د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د منازلو د بررسۍ ریاست د انحلال او د هغه چارې سترې محکمې ته د سپارلو په اړه فرمان هم خپور شوی دی.

